او د حج اكبر په ورځ د الله او د هغه د رسول له جانبه ټولو خلقو ته (دا) اعلان (او خبرتیا) دى چې بېشكه الله او د هغه رسول له مشركانو نه بیزاره دى، نو كه تاسو توبه وباسئ، نو دا تاسو لپاره ډېر غوره دي او كه تاسو مخ وګرځوئ، نو پوه شئ چې یقینًا تاسو الله لره عاجزه كوونكي نه یئ او هغو كسانو ته چې كافران شوي دي د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه
او كه په مشركانو كې یو تن له تا نه امان (پناه) وغواړي، نو هغه ته امان وركړه تر هغه پورې چې هغه د الله كلام واوري، بیا هغه خپل د امن ځاى (وطن) ته ورسوه، دا په سبب د دی چې یقینًا دوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي
د الله په نیز او د هغه د رسول په نیز به د مشركانو لپاره څنګه عهد وي، غیر له هغو كسانو نه چې تاسو ورسره د مسجد حرام په خوا كې عهد كړى دى، نو ترڅو پورې چې هغوى تاسو لپاره (په عهد) پوره قايم وي، نو تاسو هم د هغوى لپاره (په عهد) كلك قايم اوسئ، بېشكه الله (له بد عهدۍ نه) ځان ساتونكي خوښوي
څنګه (كېدى شي د دوى لپاره عهد!) حال دا چې كه دوى پر تاسو باندې لاس بري شي (، نو بیا) دوى ستاسو په حق كې نه خپلولۍ ته ګوري او نه عهد ته، دوى تاسو په خپلو خولو سره راضي كوي او د دوى زړونه انكار كوي او د دوى اكثره فاسقان دي
او كه دوى خپل قسمونه له خپل عهد نه پس مات كړل او ستاسو په دین كښی يې عیبونه راوېستل شروع كړل، بیا نو د كفر له امامانو (مشرانو) سره جنګ كوئ، بېشكه دوى (چې دي) د دوى لپاره هېڅ قسمونه نشته، د دې لپاره چې دوى منع شي
ولې تاسو له داسې قوم سره نه جنګیږئ چې هغوى خپل قسمونه مات كړي دي او د رسول د وېستلو اراده يې كړې ده، حال دا چې هم دوى په تاسو شروع كړې ده اول ځلې! ایا تاسو له دوى نه وېرېږئ، نو الله تر ټولو زیات حق دار دى د دې چې له هغه نه ووېرېږئ، كه تاسو مومنان یئ
له دوى سره وجنګیږئ، الله به دوى لره ستاسو په لاسونو عذاب وركړي او دوى به رسوا كړي او د دوى په مقابل كې به ستاسو مدد وكړي او د مومنو خلقو سینو ته به شفا وركړي
ایا تاسو دا ګمان كړى دى چې تاسو به (همداسې) پرېښودى شئ، حال دا چې لاتر اوسه الله هغه كسان نه دي معلوم (ظاهر) كړي چې جهاد يې كړى دى له تاسو نه، او له الله او د هغه له رسول او مومنانو نه غیر يې بل هېڅ رازدار نه دى نیولى او الله ښه خبردار دى په هغو عملونو چې تاسو يې كوئ
د مشركانو لپاره دا حق نشته چې د الله جوماتونه اباد كړي، په داسي حال كې چې په خپلو ځانونو باندې د كفر ګواهي كوونكي دي، دغه خلق (چې دي) د دوى عملونه ضايع شوي دي او دوى به په اور كې تل ترتله وي
د الله جوماتونه خو يواځې هغه څوك ابادوي چې په الله او د اخرت په ورځ يې ایمان راوړى وي او لمونځ قايموي او زكات وركوي او نه وېرېږي غیر له الله نه، نو امېد دى چې دغه كسان به له هدایت موندونكو ځنې وي
ایا تاسو حاجیانو ته اوبه وركول او د مسجد حرام ابادول د هغه چا (د ایمان) په شان ګرځولي دي چې په الله او په ورځ د اخرت يې ایمان راوړى دى او د الله په لاره كې يې جهاد كړى دى، دوى د الله په نیز برابر نه دي او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي
هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هجرت يې كړى دى او د الله په لاره كې يې په خپلو مالونو او ځانونو سره جهاد كړى دى، د الله په نیز په درجه كې تر ټولو لوى دي، اوهمدغه كسان كامیاب دي
(اى پېغمبره!) (ته دوى ته) ووایه: كه چېرې وي ستاسو پلرونه او ستاسو زامن او ستاسو وروڼه او ستاسو ښځې او ستاسو قبیله او هغه مالونه چې تاسو هغه ګټلي دي او هغه تجارت چې تاسو د هغه د بندېدو وېره كوئ او هغه استوګنې چې تاسو هغه خوښوئ، تاسو ته ډېر محبوب دي له الله او د هغه له رسول او د هغه په لاره كې له جهاد كولو نه، نو بیا انتظار كوئ، تر هغه پورې چې الله خپل حكم راولي او الله فاسقو خلقو ته هدایت نه كوي
بیا الله خپل تسكین په خپل رسول او په مومنانو باندې نازل كړ او داسې لښكرې يې نازلې كړې چې تاسو هغه نه وې لیدلې او كافر شويو خلقو ته يې عذاب وركړ او دا د كافرانو جزا ده
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په رښتیا هم دا خبره ده چې مشركان نجس دي، نو مسجد حرام ته دې له خپل دې كال نه وروسته نه نژدې كېږي او كه تاسو له كومې غریبۍ نه وېرېږئ، نو ژر به الله تاسو له خپله فضله غنیان كړي، كه هغه وغواړي، بېشكه الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى
تاسو له هغو كسانو سره وجنګېږئ چې نه په الله ایمان راوړي او نه د اخرت په ورځ، او هغه څه ته حرام نه وايي چې الله او د هغه رسول حرام كړي دي او نه دینِ حق قبلوي، له هغو كسانو ځنې چې كتاب ورته وركړى شوى دى، تر دې چې دوى له خپله لاسه په داسې حال كې جزیه وركړي، چې دوى ذلیل وي
دوى خپل عالمان او خپل عابدان له الله نه غیر خدایان نیولي دي او د مریمې زوى مسیح (يې هم)، حال داچې دوى ته حكم نه و شوى مګر د دې چې دوى دې د یو حق معبود عبادت كوي چې نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، هغه پاك دى له هغه څه نه چې دوى يې (ورسره) شریكوي
كه تاسو ونه وځئ (نو) هغه (الله) به تاسو ته ډېر دردوونكى عذاب دركړي او له تاسو نه غیر به بل قوم په بدل كې راولي او تاسو به هغه ته هېڅ شى ضرر ونه رسولى شئ او الله په هر شي باندې ښه قادر دى
كه هغه، نژدې سامان او منځنى سفر وى (، نو) دوى به لازمًا ستا متابعت كړى و او لېكن په دوى باندې فاصله لرې پرېوته (نو ځكه يې نافرماني وكړه) او ژر به دوى په الله قسمونه خوري كه زمونږ طاقت وى (، نو) ضرور به له تاسو سره وتلي وو، دوى خپل ځانونه هلاكوي او الله پوهېږي چې بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي
له تا نه هغه كسان اجازت نه غواړي چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان لري له دې نه چې په خپلو مالونو او خپلو ځانونو سره جهاد وكړي او الله په پرهېزګارانو ښه عالم دى
یقینًا یقینًا دوى له دې نه مخكې فتنه (خرابي) لټولې وه او تا ته يې ټول كارونه (په حیلو او دسیسو سره) اړولي وو، تر دې چې حق راغى او د الله حكم څرګند (او غالب) شو، په داسې حال كې چې دوى بدګڼونكي وو
ته (دوى ته) ووایه: مونږ ته به له سره مصیبت راونه راسېږي مګر هغه چې الله زمونږ لپاره لیكلى دى، هم هغه زمونږ كارساز دى او پس لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي
ته (دې منافقانو ته) ووایه: تاسو مالونه لګوئ په رضا سره، یا (د اسلام) په زور سره، له سره به له تاسو نه قبول نه كړى شي، بېشكه تاسو له شروع نه فاسقان (كافران) یئ
او دوى لره نه دي منع كړي چې له دوى نه دې د دوى لګولي مالونه قبول كړى شي مګر دې (خبرې) چې یقینًا دوى په الله او د هغه په رسول كافران شوي دي او لمانځه ته نه راځي مګر په داسې حال كې چې سست وي او انفاق نه كوي مګر په داسې حال كې چې ناخوښه وي
او كه حقیقتًا دوى په هغه څه راضي شوي وى چې الله او د هغه رسول دوى ته وركړي دي او ویلي يې وى: زمونږ لپاره الله كافي دى۔، ژر به الله مونږ ته له خپله فضله راكړي او د هغه رسول (هم له بل غنیمت نه) بېشكه مونږ خاص الله ته رغبت كوونكي یو
بېشكه همدا خبره ده چې صدقې (زكاتونه) يواځې د فقیرانو او مسكینانو لپاره دي او د هغو كسانو لپاره چې په دې باندې عامل (راټولوونكي) وي او د هغو لپاره د چا په زړونو كې چې الفت اچولى شي او په (ازادولو د) څټونو (د مریانو مكاتبانو) كې (به صرف كولى شي) او تاوان موندونكو لپاره او د الله په لار كې او د مسافرو لپاره (به صرف كولى شي، دغه مقرره (كړى شوې) فریضه ده د الله له جانبه او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى
ایا دوى په دې نه دي پوه شوي چې بېشكه شان دا دى چې څوك د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي، نو (جزا د هغه دا ده چې) یقینًا هم د هغه لپاره د جهنم اور دى، چې په هغه كې به همېشه وي او همدغه ډېره لویه رسوايي ده
او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې (، نو) خامخا به وايي: مونږ خو يواځې مشغولتیا او لوبې كولې، ته (ورته) ووایه: ایا تاسو په الله او د هغه په ایتونو او د هغه په رسول پورې استهزا او مسخرې كولې؟
منافق سړي او منافقې ښځې د دوى ځینې د ځینو (نورو) څخه دي، دوى د نارواو حكم كوي او له نیكۍ نه منع كوي او خپل لاسونه (له انفاق كولو نه) كلك بند ساتي، دوى الله پرېښوده، نو هغه (الله) دوى پرېښودل، بېشكه همدا منافقان فاسقان (د ایمان له دايرې نه وتونكي) دي
الله له منافقو سړیو او منافقو ښځو او (ټولو) كفارو سره د جهنم د اور وعده كړې ده، په داسې حال كې چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي، همدغه د دوى لپاره بس دى او الله په دوى لعنت كړى دى او د دوى لپاره تل (دايمي) عذاب دى
ایا دوى ته د هغو كسانو (د عذاب) خبر نه دى راغلى چې له دوى نه مخكې وو (یعنې) د نوح قوم او عاد او ثمود او د ابراهیم قوم او د مدین والا او د چپه شويو كلیو (د قومِ لوط)، دوى ته خپلو رسولانو ښكاره معجزې راوړې وې، نو الله له سره داسې نه و چې پر دوى يې ظلم كړى وى او لېكن هغوى پخپله پر خپلو ځانونو ظلم كاوه
او مومن سړي او مومنې ښځې د دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي، دوى د نېكۍ حكم كوي او له بدۍ نه منع كوي او لمونځ قايموي او زكات وركوي او د الله او د هغه د رسول اطاعت كوي، دغه كسان (چې دي) ضرور به الله په دوى رحم وكړي، بېشكه الله ډیر غالب، ښه حكمت والا دى
الله د مومنو سړیو او مومنو ښځو سره د داسې جنتونو وعده كړې ده چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې همیشه وي او د داسې پاكیزه اوسیدنځایونو چې د عدن (تل اوسېدنې) په جنتونو كې به وي۔ او د الله له جانبه رضامندي تر ټولو لویه ده، همدغه ډېره لویه كامیابي ده
دوى په الله قسمونه خوري چې دوى (څه) نه دي ویلي او یقینًا یقینًا دوى د كفر الفاظ ویلي دي او له خپل اسلام راوړو نه بعد كافر شوي دي او دوى د هغه څه اراده كړې ده چې دوى (هغه ته) ونه رسېدل او دوى (په الله او د هغه په رسول، عیب ونه لګاوه مګر ځكه چې الله له خپل فضله دوى غنیان كړل او د هغه رسول (د غنیمتونه په تقسیم سره) نو كه دوى (له نفاقه) توبه وباسي دا به د دوى لپاره ډېر غوره وي او كه دوى وګرځي (نو) الله به دوى ته په دنیا او اخرت (دواړو) كې ډېر دردوونكى عذاب وركړي، په دې حال كې چې د دوى لپاره به په ځمكه كې هېڅ كارساز او مددګار نه وي
او په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې له الله سره يې عهد كړى دى چې قسم دى كه هغه مونږ ته له خپله فضله څه راكړل (، نو) خامخا ضرور به خیراتونه كوو او هرومرو لازمًا به له نېكانو څخه كېږو
ایا دوى په دې نه دي پوه شوي چې بېشكه الله د دوى په پټو (نیتونو) او د دوى په پټو مشورو عالم دى او (دوى په دې نه دي پوه شوي) چې بېشكه الله په ټولو پټو خبرو ښه عالم دى
ته د دوى لپاره استغفار وغواړه، یا د دوى لپاره استغفار مه غواړه كه ته د دوى لپاره اویا ځله هم استغفار وغواړې، نو الله به له سره دوى ته بخښنه ونه كړي، دا ځكه چې یقینًا دوى په الله او د هغه په رسول كافران شوي دي او الله فاسق (له حد نه وتونكي) قوم ته هدایت نه كوي
او كله چې كوم سورت نازل كړى شي (او دا حكم په كې وي) چې په الله ایمان راوړئ او د هغه د رسول په ملګرتیا كې جهاد وكړئ، (نو) له تا نه په دوى كښی د (مالي) طاقت والا د پاتې كېدو) اجازت غواړي او وايي: ته مونږ پرېږده چې اوسو (په كورونو كې) له كېناستونكو (ښځو، ماشومانو) سره
لېكن رسول او هغو كسانو چې له ده سره يې ایمان راوړى دى، هغوى په خپلو مالونو او خپلو ځانونو سره جهاد وكړ او خاص د همدغو كسانو لپاره ښېګڼې دي او همدغه كسان كامیاب دي
هېڅ ګناه او جرم نشته په كمزورو او نه په مریضانو او نه په هغو كسانو چې نه مومي هغه (مال) چې يې ولګوي، كله چې دوى د الله او د هغه د رسول لپاره اخلاص كوي، په نېكي كوونكو باندې هېڅ (د الزام) لار نشته او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
یقینا همداخبره ده چې لار (د ملامتۍ) خو په هغو كسانو ده چې هغوى له تا نه (د پاتې كېدلو) اجازت غواړي، حال دا چې دوى غنیان دي، دوى راضي شوي دي په دې چې دوى پاتې شي له وروسته پاتې كېدونكو (ښځو، جینكو) سره او الله د دوى په زړونو مهر لګولى دى، نو دوى نه پوهېږي
دوى به تاسو ته عذرونه وړاندې كوي كله چې تاسو دوى ته بېرته راوګرځئ، ته (ورته) ووایه: تاسو عذرونه مه وړاندې كوئ۔، مونږ به له سره په تاسو باور ونه كړو، یقینًا مونږ، الله ستاسو له ځینو احوالو نه خبر كړي یو۔ او ژر ده چې الله او د هغه رسول به ستاسو عملونه وویني، بیا به تاسو د پټو او ښكاره وو عالِم (الله) ته ورګرځولى شئ، نو هغه به تاسو په هغو عملونو خبر كړي چې تاسو به كول
اَعرابیان په كفر او نفاق كې ډېر سخت دي او ډېر لايق دي له دې سره چې د هغو (احكامو) په حدودو پوه نشي چې الله په خپل رسول نازل كړي دي او الله ډېر پوه، ښه حكمت والا دى
او په اعرابیانو كې ځینې هغه دي چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان لري او هغه څه چې (د الله په لار كې يې) لګوي، الله ته د نژدې والي او د رسول د دعاګانو اسباب ګڼي، خبردار شئ! بېشكه دا د دوى لپاره د نژدې والي سبب دى، الله به ژر دوى په خپل رحمت كې داخل كړي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
او له مهاجرینو او انصارو نه هغه وړاندیني اولني (ایمان لرونكي) او هغه كسان چې په نېكۍ سره يې د دوى پیروي كړې ده، الله له دوى نه راضي شوى دى او دوى له هغه نه راضي شوي دي او هغه، د دوى لپاره داسې جنتونه تیار كړي دي چې د هغو له لاندې وَلې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، همدا ډېره لویه كامیابي ده
او (ځینې) نور (خلق) دي چې په خپلو ګناهونو قايله شوي دي، دوى نېك عمل او بل بد عمل سره ګَډ (او ميلاو) كړي دي، امېد دى چې الله به په دوى رجوع وكړي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
او (اى نبي!) ته ووایه: تاسو عمل كوئ، پس ضرور به الله ستاسو عمل وویني او د ده رسول او مومنان (هم) او ژر به تاسو بیا بوتلى شئ د پټو او ښكاره وو عالِم (الله) ته، نو هغه به تاسو په هغو كارونو خبر كړي چې تاسو به كول
اوهغه خلق چې یو جومات يې جوړ كړى دى د ضرر رسولو لپاره او د كفر كولو لپاره او د مومنانو په مینځ كې د بېلتون راوستلو لپاره او د هغو كسانو د انتظار (او كمين) لپاره چا چې له دې نه مخكې (هم) له الله او له هغه د رسول سره جنګ كړى دى۔ او دوى به یقینًا هرومرو قسمونه خوري چې مونږ اراده نه ده كړې مګر د نېكۍ او الله شاهدي وايي چې بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي
(دوى) توبه كوونكي دي، عبادت كوونكي، ثنا ویونكي، روژه نیونكي، ركوع كوونكي، سجده كوونكي، د نېكۍ حكم كوونكي او له بدو كارونو څخه منع كوونكي دي او د الله د حدودو حفاظت كوونكي دي۔ او ته مومنانو ته زېرى وركړه
د نبي او هغو كسانو لپاره چې ایمان يې راوړى دى؛ روا نه دي چې د مشركانو لپاره مغفرت وغواړي اګر كه دغه (مشركان) د خپلولۍ والا وي، وروسته له دې نه چې دوى ته دا ښه ښكاره شوه چې یقینًا دوى د دوزخ والا دي
او د خپل پلار لپاره د ابراهیم مغفرت غوښتل نه و مګر د یوې وعدې له وجې نه چې د هغې وعده يې له هغه (خپل پلار) سره كړې وه، نو كله چې هغه ته ښه څرګنده شوه چې یقینًا هغه د الله دښمن دى (، نو) له هغه نه بېزاره شو، بېشكه ابراهیم خامخا ډېر آه كوونكى (په زړه نرم) ډېر تحمل والا و
بېشكه الله چې دى، د اسمانونو او ځمكې سلطنت خاص د هغه لپاره دى، هغه ژوندي كول كوي او هغه مړه كول كوي او تاسو لپاره له الله نه غیر نه هېڅ كار ساز شته او نه هېڅ مددګار
د مدینې د خلقو لپاره او د دوى چاپېره د هغه چا لپاره چې اعرابیان دي، روا نه دي چې له رسول الله (ﷺ) نه شا ته پاتې شي او نه دا چې خپل ځانونه د هغه له ځان نه ښه او غوره وګڼي، دا ځكه چې یقینًا دوى چې دي، دوى ته نه څه تنده رسي او نه ستړي والى او نه لوږه د الله په لاره كې او نه دوى په كوم داسې ځاى قدمونه ږدي چې كفار په غصه كوي اونه رسي دوى دښمن ته په (هېڅ) رسېدلو سره (چې د هغوى وژل، بنديان كول او لوټ كول دي) مګر دوى ته په دې سره نېك عمل لیكلى شي، بېشكه الله د نېكي كوونكو اجر نه ضايع كوي
او نه دوى څه نفقه لګوي، نه وړه او نه لویه او نه څه میدان قطع كوي مګر د دوى لپاره (يې ثواب) لیكلى شي، د دې لپاره چې الله دوى ته د هغو بهترینو عملونو جزا وركړي چې دوى به كول
نو كه چېرې دوى (د حق له قبلولو نه) وګرځي، نو ته ووایه: ما ته الله كافي دى، نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هغه دى، خاص په هغه باندې ما توكل كړى دى۔ او هم هغه د عظیم عرش مالك دى