دوى له تا نه د غنیمتونو په باره كې تپوس كوي، ته ووایه: غنیمتونه خاص د الله او د رسول لپاره دي، نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او تاسو د خپل مینځي حال اصلاح وكړئ او د الله او د هغه د رسول حكم ومنئ كه چېرې تاسو مومنان یئ
او كله چې الله له تاسو سره په دوه ډلو كې د یوې وعده كوله چې بېشكه دا تاسو لپاره ده او تاسو (دا) خوښوله چې بېشكه بې وسلې ډله دې تاسو لپاره شي او الله اراده كوي چې په خپلو كلماتو سره حق ثابت كړي او د كافرانو بېخ غوڅ كړي
او الله دا (مرسته) نه وه ګرځولې مګر زېرى او د دې لپاره چې په دې سره ستاسو زړونه مطمئن شي او مدد يواځې د الله له جانبه دى، بېشكه الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
كله چې هغه (الله) پر تاسو باندې له خپل طرف نه پركالي اچوله د امن لپاره، او پر تاسو باندې يې له اسمانه اوبه نازلولې، د دې لپاره چې تاسو په دې سره ښه پاك كړي او له تاسو نه د شیطان پلیتي لرې كړي او د دې لپاره چې ستاسو زړونه مضبوط كړي او په دې سره (ستاسو) قدمونه كلك كړي
نو تاسو هغوى نه دي وژلي او لېكن الله هغوى وژلي دي او تا ویشتل نه دي كړي كله چې تا ویشتل وكړل او لېكن الله (دغه) ویشتل كړي دي او د دې لپاره چې هغه د خپل جانب نه په مومنانو باندې احسان وكړي، ښه احسان، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
كه چېرې تاسو فتح غواړئ، نو یقینًا تاسو ته فتح راغله، او كه چېرې تاسو (له كفر نه) منع شئ، نو دا تاسو لپاره ډېر غوره دي او كه چېرې تاسو راوګرځېدئ (جنګ/كفرته) مونږ به (هم د مومنانو مدد ته) راوګرځو او تاسو ته به ستاسو ډله د هېڅ شي فايده درونه رسولى شي اګر كه ډېره لویه هم وي او دا چې بېشكه الله د مومنانو ملګرى دى
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله او د رسول خبره منئ كله چې دى تاسو د هغه كار لپاره راوبلي چې تاسو ته ژوند دركوي، او پوه شئ چې بېشكه الله د انسان او د هغه د زړه په مینځ كې حايل (ركاوټ) كېږي او دا چې بېشكه خاص د هغه په طرف به تاسو ورجمع كولى شئ
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه چېرې تاسو له الله نه ووېرېږئ، هغه به تاسو لپاره فرقان (د حق او باطل په مینځ كې فرق كوونكى) مقرر كړي او له تاسو نه به ستاسو ګناهونه ختم كړي او تاسو ته به بخښنه وكړي او الله د ډېر لوى فضل والا دى
او كله چې له تا سره كافرانو مكر (فریب) كاوه، د دې لپاره چې تا بندي كړي، یا تا قتل كړي، یا تا وباسي، او هغوى چلونه كول او الله (هم) پټ تدبیر كاوه او الله ترټولو بهتر تدبیر كوونكى دى
او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي، دوى وايي: تحقیق مونږ واورېده، كه چېرې مونږ وغواړو خامخا مونږ به هم د دې (قرآن) په مثل ووایو، نه دي دا مګر د ړومبنو خلقو باطل داستانونه دي
او الله داسې نه دى چې دوى ته عذاب وركړي، په دې حال كې چې ته په دوى كې يې او الله دوى ته عذاب وركوونكى نه دى، په داسې حال كې چې دوى بخښنه (استغفار) غواړي
او دوى ته څه (امتیاز حاصل) دى چې الله به دوى ته عذاب نه وركوي، حال دا چې دوى له مسجد حرام نه (خلق) منع كوي، حال دا چې دوى د دې (مسجد) جايز واكداران نه دي، نه دي واكداران د دې (مسجد) مګر پرهېزګاره خلق او لېكن د دوى زیاتره نه پوهېږي
د دې لپاره چې الله خبیث له پاك نه جدا كړي او (بیا) خبیث كېږدي ځینې يې د ځینو له پاسه، بیا يې یو د بل له پاسه ټول راجمع كړي، بیا به يې جهنم ته وغورځوي، همدغه خلق تاوانیان دى
او تاسو له دوى سره وجنګېږئ تر هغه پوري چې فتنه پاتې نشي او دین ټول خاص د الله لپاره شي، نو كه چېرې دوى منع شي، نو بېشكه الله په هغو عملونو چې دوى يې كوي ښه لیدونكى دى
او تاسو پوه شئ چې بېشكه هر هغه شى چې تاسو يې په غنیمت كې واخلئ، نو بېشكه د الله لپاره د هغه (غنیمت) پنځمه برخه ده او د رسول لپاره او د خپلوانو، او یتیمانو او مسكینانو او مسافرو لپاره۔، كه چېرې یئ تاسو چې په الله ایمان لرئ او په هغه شي چې مونږ پر خپل بنده باندې د فیصلې په ورځ نازل كړ، هغه ورځ چې دوه ډلې یو تربله مخامخ شوې۔ او الله په هر شي باندې ښه قادر دى
كله چې تاسو په ډېرې نژدې غاړه كې وئ او هغوى په ډېرې لرې غاړه كې وو او قافله له تاسو نه لاندې وه۔ او كه چېرې تاسو یو له بل سره وعده كړې وَى، خامخا به تاسو په وعده كې مختلف شوي وَى او لېكن د دې لپاره چې الله هغه كار پوره كړي چې مقرر شوى و، د دې لپاره چې هلاكېدونكى د روښانه دلیل (له قايمېدو) نه (پس) هلاك شي، او ژوندى پاتې كېدونكى د روښانه دلیل (له قايمېدو) نه (پس) ژوندى واوسي او بېشكه الله یقینًا ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
او تاسو د الله او د هغه د رسول اطاعت كوئ او په خپل مینځ كې جګړه مه كوئ (ګنې) نو بې زړه به شئ او ستاسو زور به لاړ شي او صبر كوئ، بېشكه الله د صبر كوونكو ملګرى دى
او تاسو د هغه خلقو په شان مه كېږئ چې له خپلو كورونو نه ووتل، په دې حال كې چې تكبر كوونكي او خلقو ته ځان ښودونكي وو او دوى د الله له لارې نه (خلق) منع كوي او الله د هغو كارونو احاطه كوونكى دى چې دوى يې كوي
كله چې منافقانو ویل او هغو كسانو چې د هغوى په زړونو كې مرض و: دا خلق خپل دین دوكه كړي دي او څوك چې په الله باندې توكل وكړي، نو یقینًا الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى
لكه حال د فرعونیانو او د هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، د الله په ایتونو كافر شول، نو الله هغوى د خپلو ګناهونو په سبب ونیول، بېشكه الله قوي، (او) ډېر سخت عذاب والا دى
او كه چېرې كله هم ته له كوم قوم نه د خیانت (وعده خلافۍ) اندېښنه ولرې، نوته دوى ته په برابرۍ سره (دغه عهد) وغورځوه، بېشكه الله خیانت كوونكي (وعده ماتوونكي) نه خوښوي
او تاسو قوت او تړلي اسونه تیار كړئ څومره چې استطاعت لرئ، چې په دې سره به تاسو د الله دښمنان او خپل دښمنان وېروئ او له دوى نه سوا نور خلق (هم) چې تاسو هغوى نه پېژني، الله هغوى پېژني او تاسو چې د الله په لاره كې څه شى هم خرچ كوئ، تاسو ته به پوره (بدله) دركړى شي او په تاسو به ظلم نه كېږي
د نبي لپاره لايق نه دي چې د هغه لپاره دې بندیان وي، تر هغه چې وینې توئ كړي، تاسو د دنیا اسباب غواړئ او الله (تاسو لپاره) د اخرت (د ثواب) اراده لري او الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى
او كه دوى له تا سره د خیانت كولو اراده لري، نو یقینًا دوى له دې نه مخكې له الله سره خیانت كړى دى، نو هغه پر دوى باندې (د مومنانو) قابو راوستله، او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى
او هغه كسان چې له دې نه پس يې ایمان راوړ او هجرت يې وكړ او ستاسو په ملګرتیا كې يې جهاد وكړ، نو دغه كسان له هم ستاسو څخه دي او د خپلولۍ والا د الله په كتاب كې د یو بل زیات حقدار دي، بېشكه الله په هر شي ښه پوه دى