Surah Al-Maidah ( The Table spread with Food ) - Aya 106
Surah Al-Maidah ( The Table spread with Food ) - Pashto - Aya 106 Aya count 120
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ شَهَٰدَةُ بَيْنِكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ ٱلْمَوْتُ حِينَ ٱلْوَصِيَّةِ ٱثْنَانِ ذَوَا عَدْلٍۢ مِّنكُمْ أَوْ ءَاخَرَانِ مِنْ غَيْرِكُمْ إِنْ أَنتُمْ ضَرَبْتُمْ فِى ٱلْأَرْضِ فَأَصَٰبَتْكُم مُّصِيبَةُ ٱلْمَوْتِ ۚ تَحْبِسُونَهُمَا مِنۢ بَعْدِ ٱلصَّلَوٰةِ فَيُقْسِمَانِ بِٱللَّهِ إِنِ ٱرْتَبْتُمْ لَا نَشْتَرِى بِهِۦ ثَمَنًۭا وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَىٰ ۙ وَلَا نَكْتُمُ شَهَٰدَةَ ٱللَّهِ إِنَّآ إِذًۭا لَّمِنَ ٱلْءَاثِمِينَ ﴿١٠٦﴾
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې په تاسو كې یو تن ته مرګ راشي، (نو) د وصیت په وخت كې ستاسو په مینځ كې له خپلو (مومنانو) څخه د دوه عادلو كسانوګواه كول (لازم) دي، یا ستاسو له غیرو نه دوه نور كسان (ګواهان پكار دي) كه چېرې تاسو په ځمكه كې سفر كوئ، بیا تاسو ته د مرګ مصیبت ورسېږي۔، تاسو به دغه دواړه له لمانځه نه پس ایساروئ، نو هغه دواړه به په الله قسم وخوري، كه تاسو شك وكړئ، (او هغه دواړه به وايي:) مونږ په دې (قسم) سره څه قیمت نه اخلو، اګر كه هغه خپلوان وي او مونږ د الله ګواهي نه پټوو، (كه مونږ قیمت واخيسته، یا مو ګواهي پټه كړه) بېشكه مونږ به په دغه وخت كې خامخا له ګناه كوونكو څخه یو