الله د هېڅ یو سړي لپاره د هغه په دننه كې دوه زړونه نه دي پیدا كړي او هغه (الله) ستاسو هغه ښځې چې تاسو له هغو نه ظهار كوئ ستاسو میندې نه دي ګرځولي او هغه (الله) ستاسو په زامنو بلل شوي ستاسو (واقعي) زامن نه دي ګرځولي، دغه (درې خبرې) ستاسو (بېكاره) خبرې دي، په خپلو خولو سره، او الله حق وايي او هغه نېغه لار ښیي
نبي (محمدﷺ) په مومنانو باندې د دوى له ځانونو نه زیات حقدار دى۔ او د ده ښځې د دوى میندې دي او د خپلوۍ خاوندان (رشته داران) د الله په كتاب كې د دوى ځینې په ځینو نورو باندې له مومنانو او مهاجرینو نه زیات حق لرونكي دي، مګر دا چې تاسو له خپلو دوستانو سره څه نېكي وكړئ۔، دغه په كتاب كې لیكل شوي دي
او كله چې مونږ له نبیانو نه د دوى پخه وعده واخيسته او له تا نه او له نوح او ابراهیم او موسٰى او د مریمې له زوى عیسٰى نه، او مونږ له دوى نه ډېره پخه مضبوطه وعده واخيسته
كله چې دوى په تاسو راغلل، ستاسو له بره اړخ نه او ستاسو نه له لاندې اړخ نه او كله چې سترګې كږې او زړونه چنغړكو ته ورسېدل او تاسو په الله ګمانونه كول، قسم قسم ګمانونه
ته (دوى ته) ووایه: څوك دى هغه ذات چې تاسو به له الله نه بچ كړي كه هغه (الله) تاسو ته د تكلیف رسولو اراده وكړي، یا هغه په تاسو د مهربانۍ كولو اراده وكړي؟ او دوى به د خپل ځان لپاره له الله نه غیر نه هېڅ كارساز ومومي او نه مدد ګار
او كله چې مومنانو ډلې ولیدې، ويې ويل: دا هغه دي چې مونږ سره يې الله او د هغه رسول وعده كړې وه، او الله او د هغه رسول رښتیا ویلي وو، اودوى ته دغو زیات نه كړ مګر ایمان او (د الله حكمونو ته) تسليمېدل
او هغه، تاسو وارثان كړئ د هغوى د ځمكو او د هغوى د كورونو او د هغوى د مالونو او د هغې ځمكې چې تاسو هغه نه وه پایمال كړې، او الله په هر شي باندې له ازله ښه قادر دى
او تاسو په خپلو كورونو كې قرار ونیسئ او تاسو د ړومبني جاهلیت د زینت څرګندونې په شان زینت مه څرګندوئ۔ او تاسو لمونځ قايموئ او زكات ادا كوئ او د الله او د هغه د رسول اطاعت كوئ۔، بېشكه همدا خبره ده چې الله غواړي چې له تاسو نه، اى اهل بیتو! ګناه لرې كړي او تاسو پاك كړي، پاكول
بېشكه مسلمانان او مسلمانانې او مومنان او مومنانې، او اطاعت كوونكي او اطاعت كوونكې او صادقان (رښتيني) او صادقانې او صبر كوونكي او صبر كوونكې اوعاجزي كوونكي او عاجزي كوونكې او خیرات كوونكي او خیرات كوونكې او روژه نیونكي او روژه نیوونكې او د خپلو شرم ځایونو حفاظت كوونكي او حفاظت كوونكې او الله لره ډېر یادوونكي او یادوونكې، الله د دوى لپاره مغفرت او ډېر لوى اجر تیار كړى دى
او نه دي روا د هېڅ مومن لپاره او نه د مومنې لپاره، كله چې الله او د هغه رسول د یو كار فیصله وكړي دا چې د دوى لپاره دې په خپل كار كې اختیار وي او څوك چې د الله او د هغه د رسول نافرماني كوي، نو یقینًا دغه (كس) ګمراه شو، ښكاره ګمراه كېدل
او (یاد كړه اى نبي!) كله چې تا هغه كس ته چې الله په هغه انعام كړى و او تا (هم) په هغه (په ازادولو سره) انعام كړى و؛ ویل: ته خپله ښځه له ځان سره وساته او له الله نه ووېرېږه او تا هغه خبره په خپل زړه كې پټوله چې الله د هغې ښكاره كوونكى و او ته له خلقو نه وېرېدلې او الله زیات حق دار دى چې ته له هغه نه ووېرېږې، نوكله چې زید له هغې نه غرض (حاجت) پوره كړ (نو) مونږ هغه تا ته په نكاح كړه، د دې لپاره چې په مومنانو باندې د خپلو په زامنو بلل شویو، په ښځو كې څه سختي نه وي، كله چې دغه (په زامنو بلل شوي) له دغو (ښځو) نه حاجت پوره كړي او دى د الله كار ادا كړى شوى
په نبي باندې هېڅ قدر حرج (او سختي) نشته په هغه كار (د نكاح) كې چې الله د ده لپاره مقرر كړى و، د الله (مقرر كړې) طریقه ده په هغو (نبیانو) كې چې له ده نه مخكې تېر شوي دي او دى د الله امر قطعي ټاكل شوې فیصله
د دغو (نهو ښځو) نه پس تا ته (نورې) ښځې حلالې نه دي او نه دا (حلال دي) چې ته د دوى په بدل كې نورې ښځې واخلې (راولې) اګر كه د هغوى حسن تا په تعجب كې اچوي، مګر (خو روا دي درته) هغه وېنځي چې ته يې مالك شي۔ او الله دى په هر شي باندې ښه نګران
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د نبي كورونو ته مه ننوځئ مګر دا چې تاسو ته طعام (خوړولو) ته اجازت دركړى شي، په داسې حال كې چې د هغه (طعام) پخلي ته انتظار كوونكي نه يئ او لېكن كله چې تاسو وبلل شئ، نو ننوځئ، بیا چې كله طعام وخورئ، نو خوراه شئ۔ او نه دا چې په خبرو سره زړه خوشالوونكي يئ: بېشكه دغه (كار) داسې دى چې نبي ته تكلیف رسوي، نوهغه له تاسو نه حیا كوي او الله د حقې خبرې (له ویلو) نه حیا نه كوي۔ او كله چې تاسو له دغو (پاكو بېبیانو) نه څه سامان غواړئ، نو له دوى نه يې په داسې حال كې غواړئ، چې تاسو له پردې نه د باندې يئ۔، دا (كار) ډېر پاك ساتونكى دى ستاسو زړونو لره او د هغوى زړونو لره۔ او تاسو ته روا نه دي چې تاسو د الله رسول ته تكلیف ورسوئ او نه دا چې تاسو د هغه له ښځو سره له هغه نه پس نكاح وكړئ، هیڅكله۔، بېشكه دغه (كار) د الله په نېز ډېر لوى (جرم) دى
په دغو (ښځو) هېڅ ګناه نشته په (مخامخ كېدو او راتلو د) خپلو پلرونو كې او نه په خپلو زامنو كې او نه په خپلو وروڼو كې او نه په خپلو ورېرونو كې او نه په خپلو خورینو كې او نه په خپلو ښځو كې او نه (ګناه شته) په (مخامخ كېدو او راتلو د) هغو (وېنځو مریانو) كې چې د دغو (ښځو) ښي لاسونه يې مالكان شوي دي۔ او (اى ښځو!) تاسو له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله په هر شي باندې ښه ګواه دى
هغه به تاسو ته ستاسو عملونه درست (او صالح) كړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي۔ او هر څوك چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي، نو یقینًا دغه كامیاب شو، ډېر لوى كامبايېدل
بېشكه مونږ اسمانونو او ځمكې او غرونو ته امانت وړاندې كړ، نو دوى د ده له پورته كولو نه انكار وكړ او له ده ووېرېدل او انسان دغه (امانت) پورته كړ، بېشكه دغه (انسان) دى، ډېر ظالم، ډېر نادان