او یقینًا یقینًا مونږ هغه كسان ازمایلي وو چې له دوى نه مخكې وو، نو خامخا ضرور به الله هغه كسان معلوموي (ظاهروي) چې رښتیني دي او خامخا ضرور به دروغجن معلوموي
او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، خامخا ضرور به مونږ له هغوى نه د هغوى ګناهونه ورژوو او خامخا ضرور به مونږ دوى ته د ترټولو غوره عملونو چې دوى به كول؛ بدله وركړو
او په خلقو كې ځینې هغه څوك دي چې وايي: مونږ په الله ایمان راوړى دى، نو كله چې ده ته په (لاره د) الله كې تكلیف (سختي) ورسولى شي (، نو) د خلقو (له اړخه) سختي (او فتنه) د الله له جانبه عذاب وګڼي او قسم دى خامخا كه ستا د رب له جانبه امداد راشي (، نو) خامخا ضرور به وايي چې بېشكه مونږ هم له تاسو سره وو۔، ایا الله ښه عالم نه دى په هغه (اخلاص او نفاق) چې د عالمونو (خلقو) په سینو كې دى
او كافران شویو كسانو هغو خلقو ته وویل چې ایمان يې راوړى دى: تاسو زمونږ د لارې متابعت وكړئ او لازم ده چې مونږ ستاسو ګناهونه اوچت كړو۔، حال دا چې دوى د هغوى له ګناهونو نه هېڅ شى (ګناه) نه دي پورته كوونكي، بېشكه دوى دروغجنان دي
او خامخا ضرور به دوى خپل بوجونه پورته كوي او له خپلو بوجونو سره نور بوجونه (هم) او د قیامت په ورځ به خامخا ضرور له دوى نه د هغو (دروغو) تپوس كولى شي چې دوى له ځانه جوړول
یقینًا تاسو له الله نه غیر د بتانو عبادت كوئ او تاسو دروغ جوړوئ، بېشكه هغه (معبودان) چې تاسو يې له الله نه غیر عبادت كوئ، دوى تاسو لپاره د رزق مالكان نه دي، نو تاسو له الله سره رزق ولټوئ او د هغه عبادت كوئ او د هغه شكر وباسئ، تاسو به خاص هغه ته بېرته بیولى كېږئ
ته ووایه: تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا وګورئ چې هغه (الله) د مخلوق ابتدا څنګه كړې ده، بیا به الله پیدا كړي، وروستني پیدا كول، بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى
او هغه كسان چې د الله په ایتونو او د هغه په ملاقات سره كافر شوي دي، دغه كسان زما له رحمت نه نا امېده شوي دي او دغه كسان دي چې د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
نو د هغه (ابراهیم) د قوم (بل) هېڅ جواب نه و مګر دا چې دوى وویل: تاسو دا ووژنئ یا دا وسوځوئ، نو الله ده ته له اور نه نجات وركړ، بېشكه په دې كې خامخا ډېرې نښې دي د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړی
او ده وویل: یقینًا تاسو له الله نه غیر (دا) بتان يواځې د خپل مینځي دوستۍ لپاره نیولي دي، په دنيايي ژوند كې، بیا به د قیامت په ورځ ستاسو ځینې په ځینو نورو سره منكرېږي او ستاسو ځینې به په ځینو نورو لعنت وايي او ستاسو استوګنه اور دى او تاسو لپاره به هیڅوك مدد كوونكي نه وي
او مونږ هغه ته اسحق او یعقوب وبخښل او مونږ د هغه په اولاده كې نبوت او كتاب كېښوده او مونږ هغه ته د هغه اجر په دنیا كې وركړ او بېشكه هغه په اخرت كې خامخا له صالحانو څخه دى
او كله چې څنګه لوط ته زمونږ استازي راغلل (، نو) هغه د دوى په وجه غمګین شو او د دوى په وجه يې زړه ډېر تنګ شو او هغوى وویل: ته مه وېرېږه او مه غمګین كېږه، بېشكه مونږ تا لره او ستا اهل لره نجات وركوونكي یو، خو ستا له ښځې نه غیر، هغه په باقي پاتې كېدونكو كې ده
او (هلاك كړي مو وو قوم د) عاد او ثمود او په تحقيق تاسو ته (د دوى هلاكول) د دوى له كورونو نه ښكاره شوي دياو دوى ته شیطان خپل عملونه ښايسته كړل، نو دوى يې له (حقې) لارې نه منع كړل (واړول)، حال دا چې دوى ښه بینا (او هوښیار) وو
د هغو كسانو حال چې له الله نه غیر يې دوستان (او كارسازي) نیولي دي د غڼې (جولاګي) د حال په شان دى، چې یو كور جوړ كړي، او بېشكه په كورونو كې تر ټولو كمزورى كور خامخا د جولاګي كور دى۔ كه چېرې دوى پوهېدلى (نو د غیر الله عبادت به يې نه كاوه)
ته هغه لوله چې تا ته وحي كړى شوى دى، چې كتاب (او قرآن) دى او لمونځ قايموه۔، بېشكه لمونځ (لمونځ كوونكي لره) له بې حیایۍ او بدكار نه منع كوي۔ او خامخا د الله یادول ډېر لوى دي او الله پوهېږي په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ
او تاسو له اهل كتابو سره جګړه مه كوئ مګر په هغې (طریقې) سره چې هغه تر ټولو ښه وي، غیر له هغو كسانو نه چې ظلم وكړي له دوى ځنې۔ او تاسو وايئ: مونږ په هغه (كتاب) ایمان راوړى دى چې مونږ ته نازل كړى شوى دى او (په هغه كتاب) چې تاسو ته نازل كړى شوى دى او زمونږ معبود او ستاسو معبود یو دى او مونږ خاص هغه ته غاړه ايښودونكي یو
او هم داسې مونږ تا ته كتاب نازل كړ، نو هغه كسان چې مونږ هغوى ته كتاب وركړى دى هغوى په ده (قرآن) ایمان راوړي او له دغو (عربو) نه ځینې هغه دي چې په ده ایمان راوړي او زمونږ له ایتونو نه انكار نه كوي مګر كافران
ته (دوى ته) ووایه: زما په مینځ كې او ستا په مېنځ كې الله ښه كافي ګواه دى، هغه عالم دى په هر هغه شي چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او هغه كسان چې په باطل يې ایمان راوړى دى او په الله سره كافران شوي دي همدغه كسان تاوانیان دي
او دوى دعذاب په راتلو سره په تا تلوار كوي، او كه چېرې ټاكل شوي نېټه نه وى (نو) خامخا به په دوى عذاب راغلى و، او خامخا ضرور به دا په دوى ناڅاپه راځي، په دې حال كې چې دوى به شعور (خبر) نه لري
په هغې ورځ كې چې دوى لره به عذاب پټ كاندې د دوى له پاسه نه او د دوى د پښو له لاندي، نه او دوى ته به ووايي: تاسو (د) هغه عمل (سزا) وڅَكئ چې تاسو به كاوه
او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړي چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي او (چا) لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي؟ دوى به خامخا ضرور ووايي چې الله (پیدا كړي او مسخر كړي دي)، نو څرنګه دوى ګرځولى شي؟
او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې چې چا له اسمان نه اوبه نازلې كړې دي، بيا يې په هغو سره ځمكه د هغې له مرګ نه پس ژوندۍ كړې ده؟ (نو) خامخا ضرور به دوى ووايي چې الله (دا كار كړى دى) ته ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي بلكې د دوى اكثره عقل نه لري
ایا دوى نه دي لیدلي چې بېشكه مونږ حرم امن والا ګرځولى دى، حال دا چې د دوى ګېر چاپېره خلق تښتولى شي، ایا نو دوى په باطل ایمان راوړي او د الله په نعمت سره كافران كېږي؟
او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تړي، یا د حق تكذیب كوي، كله چې ده ته دغه (حق) راشي، ۔ايا په جهنّم كې د كافرانو لپاره د اوسېدوځاى نشته؟