او دوى له تا نه د نېكۍ (رحمت) نه مخكې بدي ژر غواړي او یقینًا له دوى نه مخكې (له عبرته ډك) عذابونه تېر شوي دي او بېشكه ستا رب د خلقو لپاره د هغوى د ظلم باوجود یقینًا د لوى مغفرت والا دى او بېشكه ستا رب یقینًا ډېر سخت عذاب والا دى
او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، وايي: ولې په ده باندې د خپل رب له جانبه كومه نښه نه ده نازله كړى شوې؟ یقینًا همدا خبره ده چې ته وېروونكى يې او د هر قوم لپاره یو لار ښودونكى دى
د ده لپاره له مخې نه او د ده له شا نه نوبت په نوبت یو د بل پسې راتلونكي (ملايك) دي چې د الله په امر سره د ده ساتنه كوي۔، بېشكه الله د هېڅ قوم حالت نه بدلوي تر هغه پورې چې هغوى (پخپله) د خپلو نفسونو حالت بدل كړي او كله چې الله په یو قوم د بدۍ اراده وكړي، نو د هغې لپاره هېڅ بېرته ګرځېدل نشته او د دوى لپاره له هغه نه غیر هیڅوك مددګار نشته
او رعد د هغه له حمد سره تسبیح وايي او ملايك (هم) د هغه له وېرې نه او هغه تندرونه لېږي، نو چا ته چې وغواړي دا ورته رسوي، په داسې حال كې چې دوى د الله په باره كې جګړه كوي او هغه ډېر سخت سزا والا دى
خاص د هغه لپاره حق بلل دي او هغه (معبودان) چې دوى يې له هغه نه پرته بلي؛ هغه د دوى هېڅ دعا نشي قبلولى مګر په شان د هغه كس چې اوبو ته خپل دواړه ورغوي غځونكى وي، د دې لپاره چې هغه د ده خولې ته راورسي، حال دا چې دغه (اوبه خولې د) ده ته رسېدونكې نه دي او د كافرانو دعا نه ده مګر بېخي په تاوان كې ده
ته (دوى ته) ووایه: د اسمانونو او ځمكې رب څوك دى؟ ته ووایه: الله دى، (نو ورته) ووایه: ایا نو تاسو له هغه نه غير نور كار سازان (دوستان) جوړ كړي دي چې د خپلو ځانونو لپاره نه د نفعې اختیار لري او نه د ضرر (لرې كولو) ته ووایه: ایا ړوند او بینا سره برابر دي؟ بلكې (دا ورته ووایه:) ایا سره برابرې دي تیارې او رڼا۔، یا دوى د الله لپاره داسې شریكان مقرر كړي دي چې د هغه د پیدا كولو په شان پیدا كول يې كړي دي، بیا په دوى باندې پیدا كول مشتبه شوي دي؟ ته ووایه: الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هم هغه یو دى، ډېر غالب دى
هم د هغو كسانو لپاره نېكه بدله ده چې د خپل رب حكم يې قبول كړى دى او هغه كسان چې د هغه حكم يې نه دى قبول كړى كه له دوى سره په رښتیا هر هغه څه وي چې په ځمكه كې دي ټول او د ده په مثل نور هم له ده سره وي (، نو) خامخا به دوى هغه په فدیه كې وركړي، دغه كسان دي چې د دوى لپاره بد حساب دى او د دوى استوګنځاى جهنم دى او هغه بد ارام ځاى دى
چې د تل اوسېدلو جنتونه دي، دوى به هغو ته داخلېږي، او هغوى هم چې صالح وي د دوى له پلرونو څخه او د دوى له جوړو (ښځو) څخه او د دوى له اولادونو څخه۔ او ملايك به په دوى باندې له هرې دروازې نه ورننوځي
او هغه كسان چې د الله عهد ماتوي د هغه (عهد) له پخولو نه وروسته۔ او هغه څه پرېكوي چې الله د هغه د میلاوولو حكم كړى دى او په ځمكه كې فساد كوي، هم دغه كسان چې دي د دوى لپاره لعنت دى او هم د دوى لپاره د اخرت بدي ده
همدارنګه ته مونږ په داسې امت كې لېږلى يې چې یقینًا له هغه نه مخكې ډېر امتونه تېر شوي دي، د دې لپاره چې ته دوى ته هغه (قرآن) ولولې چې مونږ تا ته وحي كړى دى، په داسې حال كې چې دوى په رحمٰن سره كفر كوي، ته ووایه: هغه زما رب دى، له هغه نه غير د عبادت هېڅ لايق نشته، خاص په هم ده باندې ما توكل كړى دى او خاص هم ده ته زما بېرته ورتله دي
او كه بېشكه قرآن چې دى (داسې شي چې) په ده سره غرونه روان كړى شي، یا په ده سره ځمكه ټوټې كړى شي، یا په ده سره مړي په خبرو راوستلى شي۔ (بیا به هم دوى ایمان رانه وړي) بلكې امر (اختیار) ټول خاص الله لپاره دى، ایا نو هغه كسان چې ایمان يې راوړو (د دغو خلقو له ایمان نه) نا امېده شوي نه دي، (حال دا چې دغه مومنان پوهېږي چې) كه الله غوښتلى، نو یقینًا ټولو خلقو ته به يې هدایت كړى و۔ او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، همېشه به دوى ته د خپلو كړو عملونو په سبب زړه ټكوونكى (عذاب) رسېږي، یا به د دوى كورونو ته نژدې راكوزېږي، تر هغه پورې چې د الله وعده راشي، بېشكه الله د وعدې خلاف نه كوي
او هغه كسان چې مونږ هغوى ته (له تا نه مخكې) كتاب وركړى دى، هغوى په هغه (كتاب، قرآن) باندې خوشحالېږي چې تا ته نازل كړى شوى دى، او (د اهل كتابو) په ډلو كې ځینې هغه دي چې د ده ځينې برخه نه مني، ته (دوى ته) ووایه: ما ته په دې سره حكم شوى دى چې زه د الله عبادت كوم او له هغه سره شریك ونه نیسم، خاص د هغه طرف ته بلنه كوم او خاص هم ده ته زما ورتله دي
او همداسې مونږ دا (قرآن) نازل كړى دى، په عربۍ ژبه حكم كوونكى او قسم دى كه ته د دوى د خواهشاتو پېروي وكړې وروسته له دې چې تا ته علم راغى (، نو) تا لپاره به د الله په مقابله كې نه هېڅ كارساز وي او نه بچ كوونكى
او یقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې رسولان لېږلي وو او مونږ دوى ته ښځې او اولادونه وركړي وو، او د هېڅ رسول لپاره دا اختیار نه و چې كومه معجزه راوړي مګر د الله په اذن (او حكم) سره۔، د هرې یوې مودې لپاره یو لیك دى
او كه لازمًا مونږ تا ته ځینې له هغه (عذاب) نه وښیو چې دوى ته يې مونږ وعده وركوو، یا خامخا مونږ تا وفات كړو، نو په تا خو يواځې تبلیغ كول دي او پر مونږ باندې حساب كول دي
ایا دوى نه ګوري چې یقینًا مونږ ځمكې ته راځو چې د هغې له اطرافو نه يې كموو او الله حكم كوي، هیڅوك د هغه د حكم رد كوونكى نشته او هغه ډېر ژر حساب كوونكى دى
او تحقیق هغو (كافرانو) مكر كړى و چې له دې (كافرانو) نه مخكې وو، نو خاص الله لره دي پټ تدبیرونه ټول، هغه پوهېږي په هغه څه چې هر نفس يې كوي، او كافران به ژر پوه شي چې د چا لپاره د اخرت ښه انجام دى
او كافران شوي خلق وايي: ته رسول نه يې، ته (ورته) ووایه: زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې د ګواه په ډول الله ښه كافي دى او هغه څوك (هم) چې له هغه سره د كتاب علم دى